د هندوستان د روغتیا وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د واکسین په وېش سره په هند کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او د تېرو میاشتو په پرتله شاوخوا ۹۰ سلنه کموالی ښيي.
دغه چارواکي وایي چې همدا اوس په شدت سره تر ۱۸ کلونو پورته کسانو ته د واکسین وېش روان دی او په ورځ کې اته میلیونه وګړو ته په وړیا توګه واکسین وېشل کېږي.
هندي چارواکي وایي دوی هڅه کوي د واکسین د وېش لړۍ نوره هم چټکه کړي.
هند یو له هغو هېوادونو و چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې وه او په ورځ کې تر ۴۰۰ زره ډېرې مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبتېدې.