د سیمه اییزو رسینو د راپورونو له مخې د هرات پولیسو پدې ولایت کې د شرابو یوه کارخونه ویجاړه کړه.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګذره ولسوالۍ کې پر یوې کارخونې برید کړی.
د راپورونو له مخې په دې برید کې یو زرو ۹۰۰ کیلوګرامه تخمیر شوي کشمش او ۲۹ لېټره شراب ونیول شوي دي.
ویل کیږي چې پولیسو د شرابو د کارخانې وسایل له منځه یووړل او د ساتنې او جوړولو په تور یې څوک نه دي نیولي.