Home » اقتصادی » په میدان وردګو کې ۶۷۸ اړمنو کسانو د کار زمینه برابره شوې ده

په میدان وردګو کې ۶۷۸ اړمنو کسانو د کار زمینه برابره شوې ده

د میدان وردګو ولایت په جلریز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د ١٦ کانالونو پاکولو کار پیل شوی دی.

د ميدان وردګ ولايت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د نړیوال بانک په مالي مرسته، د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له خوا او د اکټېډ مؤسسې په همکارۍ د جلریز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو په ورکولو سره کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو کانالونو پاکولو چارې پیل شوې دي.  

د یادو ١٦ کانالونو له ډلې ١١ په جلریز او پاتې ۵ یې د لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د ٩١۵۸۱مترو په اوږدوالي سره، د دوو میاشتو په موده کې پاکیږي چې ١۴میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او ترڅنګ یې د سیمې ۶۷۸ اړمنو کسانو ته د کار زمینه برابريږي .

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...