په لغمان کې د پشه ئي ژبې ورځ د يوې لوی غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
یاده غونډه دافغانستان دپشه ئي ځوانانومتحدی ټولنی لخوا پرون چهارشنبه د وږي ۲۶ نیول شوې وه.
ياده غونډه کې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، دلغمان د لیوا قمندان زلمی نبرد د ملی امنیت اداری ریس غلام حیدر رحمانزوی د ملکي او نظامي ادارې مسوولينو، د پشه ئي قوم سلګونو ګډونوالو پشه ئي مشرانو، ځوانانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د پشه ئي قوم په استازولۍ د افغانستان د پشه یې ځوانانو د متحدې ټولنې رئیس حنيف الله پشه ئي له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې د پشه يئ ژبې د لمانځنې په موخه يې يوه ورځ ځانګړې کړه.
یوه میاشت مخکې افغان ولسمشر غني د حکم پر اساس د پشه ئي ژبې د ورځ لمانځلو لپاره د غبرګولي ۲۵ نېټه وټاکله.
حنیف الله پشه ئي د حکومت له لوړ پوړو چارواکو څخه وغوښتل، چې د پشه ئي قوم لپاره د کار ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او د دوی ټول قانوني حقوق دې ورته د قانون په چوکاټ کې ورکړل شي.
په ورته مهال لغمان والي رحمت الله يارمل پشه ئي قوم دروند او مهم قوم ياد کړ او زياته يې کړه، چې د ياد قوم ځوانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې قرباني ورکړې.
نوموړي وويل پشه يئ قوم ته دې لازم امتيازات ورکړل شي، ترڅو دوی په موجوده حکومت کې خپل ځان وويني.
ښاغلي يارمل د ياد قوم اوسېدوونکو ته ډاډ ورکړ، چې په ملکي ادارو کې به دوی ته د کار ځانګړې زمينه برابره کړي، ترڅو د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
بل لوري ته بيا د لغمان د اطلاعات او فرهنګ د رئيس اورنګ صميم ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د نوموړی ریاست اخبار کې پشه ئي ژبی ته هم ځای ورکوی.
سربېره يو شمېر نورو ويناوالو هم خبرې وکړې او دوی په خپلو خبرو کې د پشه ئي قوم د تاريخ او قربانيو په اړه د غونډې له ګډونوالو سره هر اړخيزه معلومات شريک کړل.