Home » سیمه او نړی » په قزاقستان کې د اعدام سزا لغوه اعلان شو

په قزاقستان کې د اعدام سزا لغوه اعلان شو

د راپورونو له مخې د قزاقستان هېواد د اعدام سزا لغوه علان کړه.

د یاد هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایف په دغه اړه فرمان څو ورځې مخکې صادر کړ.

د معلوماتو له مخې ولسمشر توکایف دغه فرمان په داسې مهال کې ورکړ چې له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا د اعدام د حکم عملي کول په قزاقستان کې درول شوي و.

راپورونه زیاتوي دغه هېواد د ۲۰۰۴ کال را هسې یوازې د ترهګریزو فعالیتونو عاملین د اعدام په سزا محکومول.

قزاقستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې عمري قید د اعدام د سزا بدیل ګرځولی دی.

د ولسمشر توکایف په فرمان کې ویل شوي چې، د ټولو هغو کسانو سزا ابدي قید ته اوړي چې تر اوسه په اعدام محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان استازي د دغه سازمان د سیاسي او مدني حقونو نړیوال پروتوکول لاسلیک کړ او ژمنه ‌یې وکړه چې هېواد به‌ یې د اعدام سزا پای ته رسوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...