د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي او د ښځو کار او زدکړو ته اجازه ورکړي.
په دغه ناسته کې د اوو هېوادونو جګپوړو ديپلوماتانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.
د دغې غونډې په یوه اعلامیه کې ویل شوي “د غونډې کډونوالو د نړیوالې ټولنې د هغې غوښتنې پر پلې کېدو ټینګار کړی چې د ټولګډوني حکومت جوړېدل او د ښځو د کار او زدکړو غوښتنه کوي.”
د پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو به دوام وکړي، ګډون کړی.
د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ځینو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې لپاره سمرقند ته تللی دی.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې ښاغلي متقي د ازبکستان په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته تللی دی.
امیرخان غونډې ته خپلو خبرو کې ویلي چې د ده په ټکو د افغانستان د یوه مسول حکومت په توګه د ګواښونو مخنیوی کوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان د سیالیو په ډګر بدل شي.
ښاغلي متقي په خپله وینا کې دا ډول ناستې د ثبات، امنیت او اقتصادۍ ښېرازۍ لپاره مهمه وبللې.