په امریکا کې د هوايي الوتنو ګډوډي پرلهپسې درېیمې ورځې ته وغځېده او یوازې د یکشنبې په ورځ څه باندې ۱۱ زره او ۵۰۰ الوتنې لغوه یا ځنډول شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د «فلایټاِویر» وېبسایټ د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲ زره او ۱۰۰ الوتنې لغوه شوې او ۹ زره او ۴۰۰ نورې له ځنډ سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، د شنبې په ورځ هم نږدې ۶ زره او ۷۰۰ الوتنې لغوه شوې وې او تر ۹ زره او ۱۰۰ ډېرې نورې په ځنډ ترسره شوې وې.
د امریکا د ترانسپورټ وزیر، شان ډافي ویلي، تمه لري چې د دوشنبې تر ورځې به د الوتنوت بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
دا ستونزه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د هوايي چلند په سیستم کې د پراخې تخنیکي ستونزې له امله په ټول امریکا کې د الوتنو بهیر ګډوډ شو.
ماريا نيازۍ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس