سرپرست حکومت په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ادارو د فعالیتونو د درېدو امر کړی.
سرپرست حکومت نن سهار په ټول افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټویترپاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې لیکلي، دا پرېکړه یې په سویډن کې قرانکریم ته د توهین له امله کړې ده.
په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷ کلن عراقي وګړي چې اوس سویډن کې اوسيږي، قران کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.
د سرپرست حکومت اعلامیه کې راغلي: “تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي.”
په اعلامیه کې ټولې حکومتي ادارې مکلفې ګڼل شوي چې د یادې لارښونې د عملي کېدو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.
په اعلامیه کې په نورو مسلمانو هېوادونو هم غږ شوی چې په سویډن کې د قران کریم د سوځېدو د پېښې په غبرګون کې له دې هېواد سره په خپل تعامل بیا کتنه وکړي.