پنسلوانیا کې د رایو شمېرلو په جریان کې د جوبایډن رايي نور هم ډېر شوی، په پنسلونیا کې د جوبایډن او ټرمپ رايي له یو بل سر غټ توپیر لري یعنې د ټرمپ څخه د بایډن رايي ډېرې دي.
د بهرني رسنیو په حواله پدې مهم ایالت کې د جوبایډن او ټرمپ د رایو توپیر ۲۷ زره ده.
نړیوالې رسنۍ وايي که جوبایډن د پنسلوانیا ایالت رایې خپلې کړې، امکان ددې شته چې جوبایډن د امریکا راتلونکی ولسمشر شي.
په بل مهم ایالت جورجیا کې هم د ولسمشر ټرمپ څخه د بایډن رايي زیاتې وې.
د رسنیو په حواله د ټرمپ ټاکنیزه ډله وايي: ټاکنې لا پای ته نه دي رسیدلي.
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ټرمپ په یوه وینا کې زیاته کړه، له لومړۍ ورځې مو ویلي چې باید قانوني رايې دې وشمېرل شي او ناقانونه رايې دې ونه شمېرل شي.
د ټرمپ یو دولتي مامور د یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي که بایډن بریالی اعلان شي، ټرمپ د ماتې منلو هوډ نه لري.
د بهرنیو رسنیو د معلوماتو په اساس ولسمشر ټرمپ پر دې په غوسه دی چې ولې يي پلویان ستر لاریونونه نه راباسي.