په غزني کې د ا.ا د پاسپورت ادارې مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عوایدو په لرلو سره ۳۲ زره ۲۰۵ جلده پاسپورتونه وېشل شوي دي.
د غزني د پاسپورت ادارې مسوولینو ویلي چې پروسږ کال په یاد ولایت کې د پاسپورت ادارې ۳۲ زره او ۲۰۵ پاسپوتونه وېشلي او له دې لارې د ا.ا خزانې ته ۱۷۴ میلیونه افغانۍ سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری هېوادوال د پاسپورت غوښتونکي دي.
څه موده وړاندې د پاسپورت ریاست اعلان کړی و چې ټاکل شوې په کابل کې د پاسپورت د وېش څلور نوي مرکزونه جوړ شي.