Home » افغانستان » پر منظور پښتين د پاکستاني ځواکونو وسله‌وال بريد پراخ غبرګونونه پارولي

پر منظور پښتين د پاکستاني ځواکونو وسله‌وال بريد پراخ غبرګونونه پارولي

پاکستاني پوليسو پرون چهارشنبه د (سلواغې په ۱۳مه) د بلوچستان مرکز کوټې ښار اړوند په کلاسيف‌الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر موټر وسله‌وال بريد وکړ.

پر نوموړي دغه بريد داسې مهال شوی، چې په کلاسيف‌الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه پلويان د ارمان لوڼي د تلين نمانځنې په مناسبت راټول شوي وو. دوی د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د ارمان لوڼي د قتل په اړه بشپړ مالومات او عاملانو ته يې درنه سزا ورکړي.

دې بريد کې په خپله منظور احمد پښتين ته زيان نه دی رسېدلی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ايالتي مشر نور باچاه په کې ټپي شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ويلي چې نور باچا په سيمه کې يوه روغتون ته رسول شوی او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.

د پاکستاني ځواکونو دې بريد د افغانستان او پښتونخوا په ګډون په پاکستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سياسونو او ملتپاله فعالانو غبرګونونه راپوته کړل. په افغانستان او پښتونخوا کې سياسونو دا بريد د پاکستان حکومت له لوري زور زياتی بللی او زياته کړې يې ده چې دغه هېواد دې د پښتنو له سوله‌ييزو حرکتونو سره د زور کارونې عادت پرېږدي.

له دې سره په ټولنيزو رسنيو کې د نړۍ له سراسر د پاکستاني ځواکونو پر دې وسله‌وال بريد توندې نيوکې روانې دي. د ټولنيزو رسنيو کاروونکي د پاکستان حکومت په ترهګرۍ تورنوي او زياتوي چې پر منظور احمد پښتين دغه مخامخ بريد يې ښکاره ثبوت دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...