Home » سیمه او نړی » پر غزې تړانګې د اسراییلو پر بریدونو توندې نیوکې

پر غزې تړانګې د اسراییلو پر بریدونو توندې نیوکې

پر غزې تړانګې د اسراییلو د بریدونو دوام او ډېری ملکي وګړو وژنې د ځینو هېوادونو چارواکو توندې نیوکې او غبرګونونه را پارولې دي.

تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان پر اسراییلو توندې نیوکې کړې او په بېړني ډول یې د غزې د خلکو پر وړاندې د یاد رژیم د بریدونو درولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي: “له ملګرو ملتونو سازمان باید په بېړني ډول د  اسراییلو رژیم وایستل شي او په نورو نړیوالو سازمانونو کې د دې رژیم له غړیتوب هم مخنیوی وشي. فلسطین ته پر درملو او خوړو لېږلو سربېره هلته روغتونونه فعال شي. بېځایه شوي باید د هغوی اوسېدنې ځایونو کې مېشت او د رفح لار پرانیستل شي. له فلسطین دباندې د ټپیانو درملنې ترڅنګ ماشومانو ته پاملرنه وشي.”

له بلې خوا د کیوبا ولسمشر، میګل دایاز کانل په تونده لهجه پر اسراییلو نیوکه کړې او دا رژیم یې په نسل وژنې تورن کړی دی.

خو اسراییلو له دې وړاندې ویلي وو چې د حماس تر بشپړ له منځه‌وړلو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او له جګړې به لاس وانخلي.

دا نیوکې داسې مهال کېږي چې اسراییل لا هم د اوربند ټینګښت ته حاضر نه دی او په خپلو بریدونو سره هره ورځ د فلسطینیانو ژوند اخلی.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې پر غزه د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې تر دې دمه ۳۰ زره ۵۳۴ کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر ۷۱ زره ۹۲۰ ته رسېدلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...