Home » اقتصادی » پر اوکراين د روسيې له بريد راهيسې اورپا کې د نفتو بيې خورا لوړې شوي

پر اوکراين د روسيې له بريد راهيسې اورپا کې د نفتو بيې خورا لوړې شوي

وروسته له هغې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپلو ځواکونو ته پر اوکراين د عملياتو امر وکړ، ورسره سم د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو پر روسيې بېلابېل اقتصادي بنديزونه ولګول.

په دې بنديزو کې له روسيې څخه د نفتو، په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو پر واردولو هم بنديزونه ولګول شول. د دې بنديزونو په ترڅ کې روسي تېل او ګاز او په اروپايي ماکېټونو کم شول او ورسره د يادو توکو بيې خورا لوړې شوې.

پرون دوشنبې په ورځ د (کب په ۱۶مه) د اروپا په مارکېټونو کې د يو بېرل خامو تېلو بيه ۱۴۰ ډالرو ته پورته شوه او د بيې دا لوړوالی په اروپا کې له ۲۰۰۸ زېږديز کال را په دېخوا بې‌سارې بللی شوی دی.

د لوېديځ اقتصادي کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د روسيې پر نفتي توکو د بنديزونو په دوام سره د دې ډېر احتمال شته چې په اروپايي بازارونو کې د تېلو او ګازو بيې له دې هم لوړې شي.

روسيه له امريکا او سعودي عربستان وروسته په نړۍ کې د تېلو درېيم صادروونکی هېواد دی او په دې توګه د تېلو او ګازو په برخه کې د نړۍ ۷.۵ سنله اړتيا پوره کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...