د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه روسیې په کوربتوب په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه تر سره شي.
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن سې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې په دغه ناسته کې د افغان حکومت د لوړې کچې مشرانو، د مصالحې شورا مشر، یو شمېر افغان سیاسیونو او طالب استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې ته د سیمې هیوادونو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو استازي هم بلل شوي دي.
خوځون وویل چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله تر دا مهاله په دغه ناسته کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې او په وینا یې په دې اړه مشورې روانې دي.
د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې د یادې ناستې د تر سره کېدو په اړه د روسیې لوري سره مشورې دوام لري.
هغه تیره ورځ خبریالانو ته وویل: “د افغان سولې له اوسني بهیر څخه د ملاتړ په هدف، هغوی (روسیې) د ۳+۲ ناستې د تر سره کېدو په اړه نظرونه لرل، په ښه نیت سره یې مسئله مطرح کړه،خبره یې دا وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵ـ۱۳ په نوم یوه مصوبه لري او په هغه کېد افغانستان د سولې په اړه د افغانستان د خلکو هیلې په قوت سره منعکسې شوي ـ اوس باید ناسته تر سره شي چې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغان سولې په اړه ښه جدي ګامونه پورته کړي.”
خپله روسیې تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي ناستې په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د افغان سولې په اړه د غونډو کوربتوب کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو ویر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې ویلي و چې واشنګټن له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان ایران او هند د ځانګړو استازو په حضور کې د افغان سولې بهیر د یوې واحدې لارې د بحثونو په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.