Home » اقتصادی » پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلې

پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلې

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې په ورځنۍ توګه پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې د ۰.۶ سلنې په اندازه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

دې بانک په يوه تازه بيان کې ويلي، چې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د پاکستان د اسعارو د تبادلې په بازار کې يو ډالر د ۱۸۸.۶۶ کلدارو په مقابل کې تبادله کېږي.

د پاکستان مرکزي بانک ويلي، چې د کلدارې پر وړاندې د ډالر ارزښت د ورځ تر بلې لوړېدو لامل د وارداتو په ټوليزه کچه کې زياتوالی دی، چې دې کار د سوداګرۍ پر بېلانس اغېزی کړی.

د نوموړي بانک د مالوماتو له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ کسر له تېر اپرېل څخه تر راتلونکې جولای پورې ۳۹ مېليارد ډالر اټکل شوی.

بلخوا د پيسو نړيوال صندوق په روان مالي کال کې پاکستان ته د ۷.۲۵ ټريليون کلدارو په اندازه د ماليو راټولولو هدف ورکړی دی، چې دا هدف د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي او اړتيا ده چې د وضعه شوو مالياتو اندازه له اوسنۍ هغې نور هم پورته شي.

شنونکو ويلي، چې دا کار پاکستان له پراخ انفلاسيون سره مخ کولی شي او خلک اړ کېږي چې د بيو پورته کېدو په ترڅ کې د حکومت خلاف راپورته شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...