پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو لرل به پاکستان په سیمه کې په سوداګریز مرکز بدل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرزاق ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي دي.
نوموړی زیاته کړې چې په اوږدمهاله پلانونو کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درېل پټلۍ غځول شامل دي څو درېواړه هېوادونه لا پیاوړې او اغېزناکې سوداګریزې اړیکې ولري.
هغه ویلي دمګړی له افغانستان سره پر خبرو بوخت دي او پوره هڅه روانه ده چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي.