Home » افغانستان » پاکستاني چارواکي: له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوو

پاکستاني چارواکي: له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوو

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي.

شهباز شریف دا خبره یکشنبې (د سلواغې ۱۴مه) د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا پکې نه ده ختمه شوې.

د ویلو ده چې په پاکستان کې پروسږ کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرستو په ځنډېدو د پولیو د واکسین د تطبیق هڅې هم له خطر سره مخ شوي، خو د پاکستان صدراعظم ډاډ ورکړی چې د سعودي عربستان او د بېل او میلنډا ګېټس بنسټ په مرسته به د پولیو ضد هڅې جاري وساتل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...