د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد یوې محکمې د تروريزم د مالي ملاتړ په تور حافظ سعید په پنځه نیمو کلونو بند محکوم کړ.
تیره ورځ په لاهور ښار کې د تروریزم ضد یوې محکمې حافظ سعید په بند محکومولو سره سره شاو خوا ۷۰۰ ډالره جریمه هم کړه.
راپورونه وايي حافظ سعید د هند په ممبي ښار کې د مرګونو بریدونو په پلانولو تورن دی.
خو خپله حافظ سعید په یادو حملو کې لاس لرل رد کړي دي.
بهرني رسنۍ وايي هندوستان هېواد کې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په دغو پیښو کې د یو شمېر امریکایانو په ګډون شاوخوا ۱۶۶ تنه وژل شوي و.
رسنۍ زیاتوي سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټ ايښودونکی دی چې د تروریزم ضد ادارې تېر کال په جولای میاشت کې ونیوه.