پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټر د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي جواز پلان له پرون یکشنبې راهېسې عملي شوی دی.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (PAJCCI) یو غړي ډان نیوز ته ویلي چې لومړۍ لارۍ د «خرلاچي» پولې له لارې د لنډمهالي جواز په لرلو سفر پیل کړی.
په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې همغږي کوونکي، ضياالحق سرحدي ویلي چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان موټر چلوونکو او مرستندویانو ته یې د تګ راتګ اجازه ليکونه صادر کړي دي.
بلخوا په پېښور کې د افغانستان قونسل، حافظ محب الله هم ویلي چې دغه قونسلګري به هم ورته اسناد پاکستاني موټر چلوونکو ته وویشي.
ویل کیږي چې د لاریو چلوونکو ترافیکي اسناد د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ لپاره یوه ننګونه وه.
د روان کال په جنورۍ کې پاکستان د یوې نوې تګلارې په پلي کولو سره افغان موټر چلوونکي اړ کړل چې پاسپورت او ویزې ولري. له دې امله د تورخم پوله د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.