د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د افغان اتباعو په زور د بېرته ستنولو روانه لړۍ ودروي او د ویزو په تمدید کی لا اسانتیاوې رامنځته کړي.
لومړي وزیر ته په یوه دوه مخیز پرانیستي لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی، په پاکستان کې د متحده ایالاتو د بیا مېشت کېدلو په تمه افغان کډوالو له هغه وغوښتل چې “په سمدستي توګه د هغو افغانانو بېرته ستنول وځنډوي چې متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د ویزې غوښتنلیکونه لري یا هم USRAP ته راجع او منل شوي وي.
پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د ټولو افغان کډوالو د وتلو لپاره د مارچ ۳۱مه نېټه ټاکلې ده. له هغو افغانانو چی سټیزن کارټونه لري د مارچ تر ۳۱مه پورې له دغه هېواد څخه د وتلو غوښتنه شوې، او هغه خلک چې د UNHCR د راجسټریشن اسناد لري کولی شي د جون تر ۳۰مه پورې په پاکستان کې پاتې شي.
په لیک کې د وتلو د اجازې پروسې د ساده کولو غوښتنه هم شوې، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هغه افغانان چې درېیم هېواد ته د کډوالۍ قضیې لري او وتلو ته چمتو دي پرته له دې چې یادې پروسې بندې شي ووځي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال داسې مهال د دغه هېواد لومړي وزیر ته لیک استولی چې نن پاکستانۍ رسنیو خبر خپور کړی چې د سند حکومت د بېاسناده او ایسيسي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی. د دغو کډوالو اېستنه به د راروانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.
#خالدسیر