Home » سیمه او نړی » پاکستان کې سيلابونو شاوخوا ۳۳ ميليونه کسان زيانمن کړي

پاکستان کې سيلابونو شاوخوا ۳۳ ميليونه کسان زيانمن کړي

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سيلابونو خلکو ته پراخ زيانونه اړولي دي.

دې ادارې زياته کړې، چې د يادو سيلابونو له امله د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د استوګنې کورونه وېجاړ او زيات شمېر څاروي هم مړه کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام د مالوماتو له مخې، تر دې مهال په نوموړي هېواد کې د سيلابونو له کبله ۳۳ ميليونه کسان زيانمن شوي او بېړنيو مرستو ته يې اړتيا پيدا کړې ده.

يادې ادارې له نړيوالو غوښتنه کړې، چې وضعيت په پام سره په پاکستان کې د سيلابونو راوتو بشري ناورين رامنځته کړی او د دغه ناورين د کابو کولو په موخه دې له پاکستان سره بشري مرستې وکړي.

له دې سره د پاکستان د طبيعي پېښو د تنظيم ادارې ويلي، چې د سيلابونو په ترڅ کې د مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۶۱ تنو ته پورته شوی.

دې ادارې زياته کړې، چې د مړو ترڅنګ ۱۵۷۵تنه ټپيان شوي هم دي. دې سيلابونو په خيبر پښتونخوا، بلوچستان کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...