Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ دوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوي

پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ دوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوي

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د مخنیوي پروګرام خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوي دي.
د پاکستان د پولیو د مخنيوي پروګرام ویلي چې، دغه د ګوزڼ دغه پېښې د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې ثبت شوې دي.
د مالوماتو له مخې پر پوليو یا ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دوه ماشومان يوه د ۱۸ میاشتنۍ ماشومه او درې کلن هلک دی چې پر پولیو ناروغۍ اخته شوی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام د مالوماتو پر بنسټ خېبرپښتونخوا کې سږ کال ۱۳ کسان د پوليو ښکارشوی دی.
د تازه پېښو په ثبت سره په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴م کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمیر ۵۲ تنو ته لوړ شو.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...