Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د وسلوالو په ډزو دوه پولیس ووژل شول

پاکستان کې د وسلوالو په ډزو دوه پولیس ووژل شول

پاکستاني چارواکو پرون (جمعه، د زمري ۱۲مه) ویلي چې وسله‌والو کسانو د سیمه‌ییزو قاضیانو پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.

سیمه‌ییزو پولیسو ویلي چې نښته د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې شوې او په وینا یې چې په دې پښه کې دوه سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي هم دي، خو قاضیانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

تېره اوونۍ هم د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې ناپېژنده کسانو د ملګروملتونو په سیمه‌ییزو کارکوونکو برید وکړ، خو هغې پېښې ځاني زیان نه درلود.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پاکستان له ناامنو ایالتونو څخه دي چې په دې وروستیو کې د څو وسلوالو بریدونو شاهد و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...