د راپورونو له مخې د لشکر طیبه ډلې مشر ذکي الرحمان په پاکستان کې نیول شوی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د لشکر طیبه ډلې مشر ذکي الرحمان لکهوي د تروریزم د تمویل په تور نیول شوی دی.
په ۲۰۰۸ م کال کې هند دغه ډله په ممبي کې په وسله والو بریدونو تورنه کړه، په بریدونو کې شاو خوا ۱۶۶ تنه وژل شوي و.
په راپورونو کې راغلي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له تروریزم سره د مبارزې ادارې ویلي چې لکهوي یې د کوم ځانګړي برید سره په تړاو نه بلکې د تروریزم د تمویل په تور نیولی دی.
چارواکي وايي د لشکر طیبه ډلې مشر ذکي الرحمن په یوه دواخانه کې د سخت دریزو لپاره چنده ټولوله چې ونیول شو.
په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي ذکي الرحمن د لشکر طیبه ډلې عملیاتي مشر دی.
ملګري ملتونه لشکر طیبه ډلې په افغانستان، عراق او چچنیا په ګډون یو شمېر هیوداونو کې په وسله والو فعالیتونو تورن کړی دی.