Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د لاریون پر مهال چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړل
رویداد خبري آژانس

پاکستان کې د لاریون پر مهال چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړل

په پاکستان کې پر یوه لاریون د لاسي بمب د حملې په نتیجه کې په لسګونه کسان ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د هندوستان له‌خوا د کشمیر د ځانګړي موقف د ختمولو د پرېکړې د کال د پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وشول.

پرون په کراچۍ کې د یوې افراطي مذهبي ډلې له‌خوا په تنظیم شوي لاریون کې لږترلږه ۳۹ کسان ټپیان شول.

په حمله کې د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او مسؤلیت‌یې یوې بېلتون غوښتونکې ډلې، سندهو دېش انقلابي پوځ منلی، هغه ډله چې په وروستیو میاشتو کې ډېره فعاله شوې ده.

دا حمله په داسې حال کې وشوه چې پرون د پاکستان په عمده ښارونو کې لاریونونه وشول او سیاسي مشرانو، تجارتي اتحادیو، د وکیلانو شوراګانو او د بشري حقونو فعالانو په‌کې برخه واخیسته.

دوی د هند تر ولکې لاندې د کشمیر د ځانګړي موقف ختمول وغندل او دا یې د هندوستان ځپونکې پرېکړه بللې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...