Home » افغانستان » پاکستان: پرته له پاسپورټ په تورخم او چمن کې افغانان خپل هېواد ته ستنېدای شي

پاکستان: پرته له پاسپورټ په تورخم او چمن کې افغانان خپل هېواد ته ستنېدای شي

د پاکستان حکومت اجازه ورکړې چې افغان وګړي له پاسپورټ پرته د تورخم او سپين بولدک له لارو بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي.

پاکستاني چارواکو رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دا پرېکړه پرون يک‌شنبه د (کب په ۲۲مه) د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مستقيمه لارښوونه شوې ده.

د يادې پرېکړې له مخې، هغه افغان وګړي چې په چمن او تورخم کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه اېسار پاتې دي، کولی شي چې د روانې مارچ تر ۱۵مې له پاسپورټ پرته بېرته افغانستان ته واوړي.

له دې سره په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم خبر ورکړی چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه اېسار افغانان کولی شي، د تذکرې په لرلو سره له کرښې تېر او افغانستان ته واوړي.

له دې وړاندې پاکستان په تورخم او چمن کې افغان وګړو ته اجازه نه ورکوله، چې له پاسپورټ پرته د تذکرې په لرلو سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...