Home » افغانستان » پاکستان پر ننګرهار شاوخوا ۴۰ توغندي توغولي

پاکستان پر ننګرهار شاوخوا ۴۰ توغندي توغولي

راپورونه وايي پاکستان هېواد د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ باندې شاواخوا ۴۰ توغندي ویشتلي دي.

د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران رسنیو ته ویلي چې توغندي پر هغو سیمو لیږدلي چې آبادې نه وې.

قومي مشر ملک وزیر خان وویل توغندي خوخاخیلو په ساحه او د دوخیلو په ساحه کې لیږدلي دي چې مالي او ځان زیان نه لري.

دوه ورځې وړاندې د کنړ ولایت په شلتن ولسوالۍ باندې هم د پاکستان له لوري د توغندیدو د بریدونو خبر ورکړل شو.

پر کنړ د توغنديزو بریدونو په اړه هماغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ډیورند کرښې په اوږدو د پاکستان له لوري د توغندیو ویشتل وغندل او وویل چې چې دا ډول بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

باید وویل شي چې پاکستان تراوسه دا نه ده منلې چې د افغانستان دننه یې د توغندیو بریدونه کړي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...