Home » افغانستان » پاکستان: پر طالب مشرانو مو بنديزونه نه دي لګولي
رویداد خبري آژانس

پاکستان: پر طالب مشرانو مو بنديزونه نه دي لګولي

پاکستان وايي پر طالب مشرانو مو بنديزونه نه دي لګولي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د هندي مطبوعاتو هغه رپوټونه رد کړې چې تېره ورځ یې د طالب مشرانو په تړاو خپاره کړي وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان پخپلو سپارښتنو کې یوازې هغه ترهګرې ډلې او تندلاري په ګوته کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ادارو پرې له وړاندې څخه بندیزونه لګولي دي.

 یادولو ده چې درې ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه اعلامیه خپره شوه ا وپه کې پر یو شمېر ډلو چې له وړاندې تر حکومتي بندیزونو لاندې دي د بندیزونو د لا سختولو خبر ورکړل شوی .

اعلامیه کې راغلي چې د جماعت الدعوه، جيش محمد، طالبان، حقاني شبکې او القاعده پر ۸۸ غړو او مشرانو به دغه بندیزونه سخت شي.

“دا یو مهم پرمهم پرمختګ دی د بهرنیو چارو وزارت دا یاداشت کړی مطالعه کوي یې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به پایلې له تاسې شریکې کړو”

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات په وینا د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له مخې دې بندیزونو کې د دې کسانو د شتمنیو کنګلول، د وسلې پر اخیستو او د مالي ادارو له لارې د پېسو پر لېږد بندیزونه شامل دي او په نوملړ کې د شاملو کسانو او ډلو شتمني او بانکي حسابونه به له مخکیني خبرداري پرته سملاسي کنګلېږي.

دغې خبرته طالبانو هم غبرګون ښودلی او ویلي يې و دوی د سولې خبرو په درشل کې دې او دا ډول اقدامات به دسولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...