د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، اصف درانی وايي، هند د تحریک ت.البان پاکستان (ټي ټي پي) د فعال ساتلو لپاره شاوخوا ۳۵ میلیارده هندي کلدارې لګوي.
دراني پرون سېشنبې د ثور ۱۸مه د اسلام اباد د سیمهییزو مطالعاتو په مرکز کې په یوه غونډه کې ویلي چې هند په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو له لارې د پاکستاني ت.البانو له اورپکو سره مالي ملاتړ کوي.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي دا مالي مرسته په افغانستان کې د هندي د نیابتي کسانو لخوا کېږي.
د پاکستان ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي وو چې ټي ټي پي په افغانستان کې د هندي نیابتي ډلو له لارې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
دراني زیاته کړې چې پاکستان داسې شواهد لري چې ټي ټي پي د افغانانو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي.
پاکستاني چارواکو په وار وار ورته څرګندونې کړي او له ا.ا څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو پر ضد اقدام وکړي او د دې ډلې مشران پاکستان ته وسپاري.
خو د ا.ا چارواکي په افغانستان کې د دې ډلې د مشرانو شتون ردوي او وايي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.