پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې میلمه نیوزیلېنډ ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د په دغه لوبه کې بابر اعظم د شاندارې سلیزې په مرسته نیوزیلېنډ ته د ګټلو لپاره د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.
په دې لوبه کې بابر اعظم په ۵۸ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې ۱۱ څلوریزې او ۳ شپږیزې پکې شاملې وې او بله خوا محمد رضوان په دې لوبه کې تر ۵۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.
په دغه لوبه کې د نیوزیلېنډ لپاره میټ هینري غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې یې واخیستې. همدغه راز جیمز نیشام او راچین راویندرا یوه یوه وېکټه واخیسته.
بل خوا د پاکستان د ۱۸۲ منډو په تعقیب د نیوزیلېنډ ټوله لوبډله په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو وتوانیدله، چې یوازې ۱۵۴ منډې جوړې کړي او لوبه یې وبایلله. د نیوزیلېنډ لپاره مارک چپمن و، چې هغه د ۶۵ ناسوځیدلې منډو په جوړولو تر نورو ښه وځلېده.
پاکستاني توپ اچونکي حارث روف ښه توپ اچونه وکړه، د تېرې لوبې په شان یې یو ځل بیا څلور ویکټې واخیستلې او عماد وسیم، زمان خان او شاداب یوه یوه وېکټه واخیسته.
په دې لوبه کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې اوپنرانو بابر اعظم او محمد رضوان یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ او دغه ریکارډ یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په روانه لوبه کې له ۵۰+ منډو په ملګرتیا سره جوړ کړ.
د نیوزیلېنډ خلاف په دویمه شل اوریزه لوبه کې رضوان او بابر د ۵۰ منډو ملګرتیا وکړه، چې دا په ټولیزه توګه د بابر او رضوان ۱۹ پنځوسیزه ملګرتیا ده چې په شل اوریزه کرکټ کې یو نړیوال ریکارډ دی.
د یادولو وړ ده چې پاکستان او نیوزیلېنډ ۵ شل اوریزه لوبې لري، چې له هغې جملې یې یوه لوبه تېره ورځ ترسره شوه، چې پاکستان لوبډلې پکې په ۸۸ منډو زبردسته بریا خپله کړه.