Home » افغانستان » پاکستان د ۳ روغتونونو د تجهيزولو لپاره افغانستان ته تخنيکي ډله رالېږلې

پاکستان د ۳ روغتونونو د تجهيزولو لپاره افغانستان ته تخنيکي ډله رالېږلې

د پاکستان د روغتيا، ملي خدمتونو او همغږۍ وزارت خبر ورکړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې يې، يو تخنيکي او روغتيايي تيم کابل ته رالېږلی څو د دغه وزارت په خبره په افغانستان کې ۳ روغتونونه له تخنيکي پلوه په نسبي توګه تجهيز کړي.

دې وزارت زياته کړې، ياد ۳ هغه روغتونونه دي چې د پاکستان دولت له لوري تمويلېږي او په ننګرهار، کابل او لوګر کې موقعيت لري.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيو په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، په دې تجهيزاتو کې د ناروغانو بېرني حالت د کنټرولولو او دغه راز د درملو د خوندي ساتنې وسايل موجود دي.

په راپور کې د يادو نصبېدونکو وسايلو ارزښت ۲ مېليارده پاکستانۍ کلدارې ښودل شوی دی چې يوه اندازه وسايل يې موده وړاندې افغانستان ته راوړل شوي او نصب شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...