Home » سپورټ » پاکستان د نوي زیلانډ پر وړاندې بریا خپله کړه

پاکستان د نوي زیلانډ پر وړاندې بریا خپله کړه

پاکستان د نوي زیلانډ پر وړاندې د کرکټ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه. د لوبې پچه پاکستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

نوي زیلانډ توپ وهنه پیل او په پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. د پاکستان لخوا نسیم شاه غوره توپ اچونه وکړه او د لسو اورونو په ترسره کولو سره یې ۵۷ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې له پاڼۍ بهر کړل.

پاکستان موخې ته رسیدو لپاره غوره توپ وهنه پیل کړه او د لوبې په ۴۹ اور کې موخې ته ورسیدل. د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان لوبډلې فخر زمان ۵۶، بابر اعظم ۶۶ او محمد رضوان ۷۷ ناسوځیدلې منډې وکړې.

د لوبې په پای کې نسیم شاه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.  

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...