Home » افغانستان » پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې د ۲ اونیو لپاره بندې کړې
رویداد خبري آژانس

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې د ۲ اونیو لپاره بندې کړې

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره پر کرښه د تګ لارې د دوو اونیو په مخه بندې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د چهارشنبې له مازدېګره یې د کرونا وبا د خپرېدو له امله سرحدي دروازې تړلي دي.

پاکستان خپلو خلکو ته هم له افغانستانه د بېرته ورتګ اجازه هغه وخت ورکوي چې د کرونا منفي ټېست ورسره وي او که یې ټېسټ مثبت وي باید دوې اوونۍ قرنطین شي.

هغه افغانان چې له پاکستانه افغانستان ته ستتنېږي پاکستان د هغوی مخه نه نیسي.

د دې دوو اونیو په ترڅ کې پر تجارتي مالونو د وړو راوړو بندیز نه دی لګیدلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...