Home » سیمه او نړی » پاکستان: د تحريک ط.البان پاکستان د سولې شرطونه د منلو وړ نه وو

پاکستان: د تحريک ط.البان پاکستان د سولې شرطونه د منلو وړ نه وو

د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، تحريک طالبان پاکستان يا TTP د سولې لپاره داسې شرايطونه وړاندې کړي وو چې د پاکستان لپاره د منلو وړ نه وو.

نوموړي په اسلام‌اباد کې رسنيو ته که څه هم د يادو شرطونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چې د يادې ډلې له لوري د ورته شرطونو وړاندې کول د سولې مذاکراتو د ناکامېدو لامل شول.

رشيد ويلي چې له تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات د افغان طالبانو په منځګړيتوب روان وو او هغه وخت چې افغان طالبانو د يادې ډلې وړانديزونه پاکستان ته وړاندې کړل، نو د پاکستان حکومت ته د منلو وړ نه وو.

نوموړي دا هم ويلي، چې تحريک طالبان پاکستان تېر يو مياشتنی اوربند په خپل سر پایته ورسولی او د پاکستان حکومت هم په دې اړه ورسره اړيکه ونه کړه.

له دې وړاندې د خپرو شويو راپورونو له مخې په پاکستان کې د بشپړ اسلامي نظام رامځته کېدل، د تحريک طالبان پاکستان اړوند زندانيانو خلاصون او دغه راز يادې ډلې ته په يوه درېيمګړي هېواد کې د دفتر خلاصولو هغه درې عمده شرطونه ياد شوي وو، چې د پاکستان حکومت ته يې د سولې مذاکراتو په بدل کې وړاندې کړي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...