پاکستان د افغانستان اوسني سرپرست حکومت له چارواکو سره په متعددو برخو کې د نړيوالې ټولنې همکاري په اوسنيو شرايطو کې اړتيا بللې او زياته کړې يې ده، چې نړيواله ټولنه بايد يادو همکاريو ته په خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډې ته په خبرو کې کړي دي. نوموړي ټينګار کړی، چې نړيوال دې د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق په دوو عمده برخو کې چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري يې ژمنه شوې، له ط.الب چارواکو سره همکاري وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړې، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هېوادونو تعامل خورا اړين دی او ټينګار کوي، چې اوسني شرايط د اړتيا له مخې دا اېجابوي څو له ط. الب چارواکو سره اړيکې ټينګې شي.
مسکو فارمټ غونډه نن له ماسپښين وروسته د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پيل شوه. د دې فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې پيل شوې او دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان په استازولۍ په کې کوم چا ګډون نه دی کړی.