Home » سیمه او نړی » پاکستان بیا ځلې؛د ترهګرو مالي ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو
رویداد خبري آژانس

پاکستان بیا ځلې؛د ترهګرو مالي ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې په خړ نوملړ کې پاتې شو.

دغې ادارې د خپلې څلورورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان دې بیا هم په خړ نوملړ کې وساتل شي.

د یادې ادارې مشر مارکس پلېیر ویلي، چې دې هېواد په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړي او لا یې د دوی بشپړ اعتماد ندی تر لاسه کړی.

د هغه په وینا، پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د دوی تر ژورې څارنې لاندې پاتې شو او کله چې یې ټول شرطونه پوره کړل نوم به یې له لیست څخه و ایستل شي.

نوموړي له پاکستان په ټینګار غوښتي چې خپلې دغه نیمګړتیاوې د دوی تر راتلونکې غونډې پورې پوره کړې. دا درېیم ځل دې چې پاکستان د نړیوالې څارونکې ادارې له لوري په دې نوملړ کې پاتې کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...