Home » سیمه او نړی » پاپ: له کووید-۱۹ نه باید سیاسي او اقتصادي ګټه پورته نشي
رویداد خبري آژانس

پاپ: له کووید-۱۹ نه باید سیاسي او اقتصادي ګټه پورته نشي

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي رهبر پاپ فرانسېس پرون د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۹مه (وږي ۱۹مه) ویلي چې هېڅوک باید له کروناویروس نه اقتصادي او یا سیاسي ګټه وانخلي او د واکسین جوړونکي دې باید دا کار یواځې د عاید د لاسته راوړلو لپاره ونکړي.

د کروناوېروس له خپرېدو وروسته، دا دویم ځل دی چې پاپ فرانسېس په حضوري ډول خپلو پلویانو ته وینا کوي. هغه وویل چې د کرونا وبا له کبله باید د خلکو عمومي ګټو ته پام وشي.

پاپ د ځېنو کسانو لخوا د شخصي ګټو مسلې ته اشاره وکړه ویې ویل چې یو شمېر کسان د خپل ځان په ګټه د “واکسین د تولید” په شمول پر ځېنو حل لارو فکر کوي.

پاپ فرانسېس د کوم کس نوم وانخېست خو زیاته یې کړه چې “ځېنې کسان اختلافاتو ته په لمن وهلو، د سیاسي او اقتصادي ګټو او یا د کړکېچ د پیل کولو یا زیاتولو لپاره له شرایطو څخه استفاده کوي.”

د پاپ فرانسېس څرګندونې په داسې حال کې خپرېږي چې کروناوېروس او ددغه وېروس پر ضد د واکسین جوړول، د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماندانو، ډونالډ ټرمپ او جو بایډن ترمنځ په یو مهم بحث بدل شوي دي.

پاپ فرانسېس خپلو پلویانو ته ویلي چې “اغلباً سیاست ښه شهرت نه لري اما د تاریخ په اوږدو یو شمېر سیاستوال ډېر سپېڅلي تېر شوي دي.” پاپ ددغو څرګندونو په دوام، د کوم چا نوم وانخېست.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...