Home » افغانستان » پاپ فرانسيس؛ د ايسټر په مراسمو کې افغانانو ته د سولې او پخلاينې دوعا کړې

پاپ فرانسيس؛ د ايسټر په مراسمو کې افغانانو ته د سولې او پخلاينې دوعا کړې

د نړۍ د کاتوليکانو رهبر پاپ فرانسيس پرون يک‌شنبه د (وري په ۱۷مه) د اېټاليې په روم کې، د ايسټر په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د وينا پرمهال د افغانستان بشري ناورين يادونه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې له خدای ج څخه د ميانمار ترڅنګ د افغانستان لپاره هم چې خطرناکې لانجې په کې نه کمېږي او خلکو ته يې غمجن بشري ناورين رامنځته کړی، سوله او پخلاينه غواړو.

پاپ فرانسيس په خپله دوعا کې ټينګار کړی چې خدای ج دې په افغانستان کې موجوده بشري ناورين پای ته ورسوي.

د افغانستان بشري ناورين په اړه د پاپ فرانسيس دوعا داسې مهال ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق مسوولانو تازه خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د جګړو، وچکالۍ او دغه راز د اقتصادي رکود له امله رامنځته شوي ناورين ډېری افغان ښځې او ماشومان اغېزمن کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...