په پاریس کې د نړۍ د فوټبال د نامتو لوبغاړي لیونیل میسي تود هرکلی وشو.
میسي له پاریس سنټ جرمن لوبډلې سره یوځای شوی دی او ده په پلازمېنې پاریس کې د دې نوې لوبډلې کمیس چې د ده لپاره یې د دیرش شمېره غوره کړې ده، رسنیو ته ورښکاره کړ.
د پاریس سنټ جرمن د کلپ رییس ناصر الخلیافي چې د قطر دی له میسي سره په دې مراسمو کې برخه واخیسته.
د راپورونو له مخې میسي به د کال نژدې یو څلویښت میلیونه ډالرمعاش له خپل نوي ټیمه ترلاسه کوي.
دی د اسپانیا د بارسلونا پياوړی لوبغاړی و چې تېره اوونۍ یې له بارسلونا سره وروسته تردې خدای پاماني وکړه چې دې کلپ د ده تړون تمدید نه کړ.