د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټویټر د بالي ووډ فلمونو مشهورې او لانجمنې اداکارې کنګنا رناوت اکاونټ د تل لپاره بند کړی دی.
که څه هم ټویټر په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو کنګنا رناوت د بالي ووډ هغه اداکاره ده، چې په ټویټر کې به یې هر وخت لانجمن ټویټونه کول.
نوموړې نه یوازې دا چې د مسلمانانو پر ضد ټویټونه کول، بلکې د امریکا پر ضد او د ځینو مشهورو بهرنیو سندرغاړو او اداکارانو پر ضد به يې هم ټویټونه کول، د دې تر څنګ د بالي ووډ مشهورو اداکارانو او نورو شخصیتونو باندې به يې هم نیوکې کولې.
کنګنا رناوت افراطي هندوه ده، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي کلکه ملاتړې ده او هر وخت به يې د هغه په ملاتړ ټویټونه کول او د هغه پر ضد چې به څوک درېدل، نو کنګنا به بیا د داسې خلکو پر ضد درېده.
کنګنا رناوت په ټویټر کې د خپل اکاونټ له بندېدو وروسته ويلي، چې امریکایان او سپين خلک زموږ څخه په ویره کې دي او دوی وايي، چې موږ باید فکر، خبره او هر څه د دوی په خوښه وکړو، چې داسې ممکنه نه ده.
نوموړې له ټایمز اف انډیا سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې زه د ټویټر پرته ډېرې لارې لرم چې د خپلو خلکو لپاره غږ پورته کړم او زه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوم.