Home » سیمه او نړی » ټویټر ادارې؛ د ټرمپ د ټویټر اکاونټ بند کړی
رویداد خبري آژانس

ټویټر ادارې؛ د ټرمپ د ټویټر اکاونټ بند کړی

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټويټر اکاونټ د ټويټر ادارې له لوري د ١٢ ساعتونو لپاره بند شوى دى او همدا راز اخطار يې هم ورکړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ټويټر د ولسمشر ټرمپ وروستي ټويټونه هم ډيليټ کړي دي، چې هغه پکې د ټاکنو په اړه خبرې کړې وې او ويلي يې و، چې کله ولس له ټاکنو ليرې وساتل شي، نو داسې حالت راځي، دا ورځ به امريکايان تل په ياد ساتي.

ټوېټر د ټرمپ له پیغامونو سره له معیارونو د سرغړونې نښان لګولی دی.

دغه راز فیسبوک کمپنۍ هم د ډونالډ ټرمپ د فیسبوک اکونټ د ۲۴ ساعتونو لپاره له خپرونو بند کړی دی. فیسبوک ویلي چې ټرمپ د دې کمپنۍ له ستندرونو سرغړونه کړې او فیسبوکي پوسټونه یې د تاوتریخوالي سبب ګرځېدلي دي.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ هغه مهال برید وکړ چې هلته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن بریا اعلانېدله.

په دې اړه د ټويټر ادارې ويلي دي، چې د ولسمشر ټرمپ ٣ ټويټونه يې ليرې کړي دي او د هغه اکاونټ يې هم د ١٢ ساعتونو لپاره قلف کړى دى.

دوى همدا راز ويلي دي، که ولسمشر ټرمپ په خپله دا ټويټونه ډيليټ نه کړل، نو دوى به يې د اکاونټ قلف ساتلو وخت لا پسې زيات کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...