د ماشومانو لپاره د ملګرو وجهي صندوق يا UNICEF وايي، په وروستيو مياشتو کې يې پر زرګونه اړمنو افغان ماشومانو حياتي مرستې وېشلي دي.
د دې صندوق د افغانستان برخې په خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، دا مرستې يې د ګېټس بنسټ په همکارۍ د ۱۵زره بستو په بڼه پر افغان ماشومانو وېشلي دي.
د يونيسف په خبره په دې مرستو کې کمپلې او دغه راز د ماشومانو د روغتيا په موخه حياتي واکسينونه شامل دي.
په افغانستان کې له سياسي بدلونو سره د بشري وضعيت په اړه ژورې اندېښنې موجودې دي او په دې ترڅ کې يونيسف هم د افغان ماشومانو د وضعيت په اړه په وار وار اندېښنه ښودلې.