د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا UNICEF په افغانستان کې د ماشومانو د وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې ۴۶۰ تنه افغان ماشومان د تاوتريخوالي له امله وژل شوي دي.
روېټر خبري اژانس په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې تهديدونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او دا د دې لامل شوي چې د افغان ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه زياته شي.
د روېټرز په راپور کې د يونيسف رئيس سمنټا مورټ په حواله ويل شوي، يادو افغان ماشومانو د چاودېدونکو توکو د چاودنو په ترڅ کې ژوند بايللی او زياته کړې يې ده چې د ژول شويو ماشومانو دا شمېرې خواشينوونکي دي.
مورټ دغه راز ټينګار کړی چې د افغانستان وګړي دې د خپلو ماشومانو د خونديتابه په موخه لاس په کار شي او له هغوی دې ساتنه وکړي.