د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صنديا يا يونيسف خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د وروستيو امنيتي پېښو د قربانيانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
د يونيسف سيمهييز مسوول جورج لايا ادجي نن يکشنبه د (غويي په ۴مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادو پېښو په ترڅ کې ۵۰ تنو افغان ماشومانو هم خپل ژوند بايللی دی.
نوموړي ويلي، ممکن د وژل شوو ماشومانو شمېر له هغه څه زياتې وي، چې د پېښو په اړه په خپرو شوو راپورنو کې خپرې شوي دي. ادجي د ماشومانو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی غير انساني عمل بللی او ټينګار يې کړی چې دغه تاوتريخوالی بايد ژر ودرول شي.
دا په داسې حال کې چې په وروستۍ اوونۍ کې افغانستان د کابل پر عبدالرحيم شهيد لېسه، د مزار شريف پر سه دوکان جومات او د کندوز امام صېب ولسوالۍ پر مولوي سکندر جومات د خونړيو چاودنو شاهد و.
د دې چاودنو د قربانيانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.