د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما نن چهارشنبه د (لړم په ۱۱مه) د افغان خبريالانو په حق کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د سلګونه قضيو له ثبتولو خبر ورکړی.
يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ له نيمايي تر دې مهاله له ۲سوو د زياتو خبريالانو پر وړاندې د داسې چلند قضيې ثبت شوي، چې بشري حقونه يې نقض شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان دې سياسي استازولۍ ويلي، چې د خبريالانو اړوند د بشري حقونو د نقض دا شمېر خورا لوړ دی او په کې په خپلسرې توګه نيول، ناوړه چلند، تهديد او ډارول شامل دي.
يوناما په افغانستان کې خبريالان او رسنۍ له خطر سره مخ بللي او غوښتنه يې کړې، چې په ګډه بايد د خبريالانو د خونديتوب لپاره هڅې وشي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د يوناما د نوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې تل ويلي، چې د خبريالانو خونديتوب او د شريعت په چوکاټ کې د رسنيو ازادۍ ته ژمن دي.