په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ له نيمايي تر د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال د جون تر نيمايي مودې پورې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه خپل څېړنيز راپور خپور کړ.
په دې راپور کې د ملکي وګړو پر خونديتوب، ناقانونه وژنو او شکنجو، خپل سرو نيونو او توقيف، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو، اساسي ازاديو، او په زندانونو کې پر موجوده وضعيت تمرکز شوی دی.
په کابل کې د يوناما سرپرست مشر مارکوس پوټزل د ياد راپور د خپرولونو پرمهال خبريالانو ته وويل، که څه هم د تېر کال په اګسټ کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسې امنيتي وضعيت ښه شوی، خو لا هم دغلته خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونو له بشپړ بشري حقونو بې برخې شوي دي.

يوناما که څه هم د تېر حکومت چارواکو او مسوولانو ته د عمومي بښنې عمل ستايلی؛ خو ويلي يې دي چې دا بښنه په بشپړه توګه نه ده رعايت شوې.
د يوناما موندنې ښيي، چې د تېر کال د اګسټ له نيمايي څخه تر د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال د جون تر نيمايي پورې د طالبانو لوري د مخکيني نظام د امنيتي، دفاعي او کشفي ځواکونو د غړو ناقانونه وژنو ۱۶۰ موارد، د خپلسرو نيونو او توقيف ۱۷۸، د غير ارتباطي توقيف ۲۳ موارد او ۵۶ موارد بيا د يادو بنسټونو له ځينو مخکينيو غړو سره د ناسم چلند او شکنجې په اړه ثبت شوي دي.

د يونامام په راپور کې راغلي، چې د طالب ځواکونو له لوري له داعش ډلې سره د تړاو په تور د وژلو ۵۹ ناقانونه موارد، ۲۲ خپلسري نيونې او توقيف او ۷ د شکنجې او ناسم چلند موارد ثبت شوي دي.
په راپور کې زياته شوې، چې د همدې ځوانو له لوري له د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور ۱۸ د ناقانونه وژنو، ۵۴ د شکنجې او ناسم چلند، ۱۱۳ د خپلسرو نيونو او توقيف او ۲۳ موارد د غير ارتباطي نيونو او توقيف په اړه ثبت شوي دي.
د يوناما په راپور کې د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت او د استخباراتو عمومي رياست د بشري حقونو پر نقض او د بشري ازاديو پر محدولو تورن شوي دي.
په راپور کې ويل شوي، چې د امر بالعروف او نهي عنالمنکر وزارت له لوري ځينې شوې لارښوونې د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو بشري ازادۍ محدودوي. دغه راز د راپور له مخې، د يادو لارښوونو د تطبيق او عملي کولو موخه د اوسنيو واکمانانو له ډلې ځينو کسانو سخت دريځ هم خپل کړی دی.
د يوناما په راپور کې د استخباراتو رياست کارکوونکي بيا له هغهو کسانو سره په ناسم چلند تورن شوي چې بشري ازادي يې محدوده شوې ده. يوناما په خپل راپور کې د استخباراتو کارکوونکي په خپلو توقيف ځايونو کې د بشري حقونو د نقض ترڅنګ په ناقانونه وژنو، شکنجې او ناسم چلند او دغه راز په خپلسرو نيونو او توقيف کې هم ښکېل بللي دي.
د ياد راپور د خپرولو پرمهال د يوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې فيونا فرازير وويل، چې د سولهييزو اعتراضونو ازادي، د بيان ازادي او د نظر څرګندولو ازادي نه يوازې دا چې اساسي ازادۍ دي، بلکې په خبره يې دا ازادۍ د يوې ټولنې د مختګ لپاره هم مهمې دي.
په دې راپور کې واک ته د طالبانو له بيا خلي رسېدو راهيسې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو له لوري د عامو افغانانو وژل کېدو ته هم اشاره شوې. د راپورو له مخې، په دې موده کې ۲۱۰۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې يې ۷سوه وژل شوي او ۱۴۰۶ ټپيان شوي دي.
خبريال: احسانالله احسان