په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما مرستيالې مته نودسن پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۵مه) په کابل کې د اهل تشيع له استازو سره ليدلي دي.
يوناما په دې اړه يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، مته نودسن د يادې ليدنې پرمهال پر غم شريکۍ سربېره، د ټولو افغانانو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی.
په خبرپاڼه کې د ميرمن نودسن په حواله زياته شوې، نوموړې د عامو افغانانو د حقونو خونديتوب په موخه د يوه داسې ټولګډونه ادرس د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، چې د ټولو اقشارو استازي په ګډون ولري.
د اهل تشيع له استازو سره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ د چارواکو دغه ليدنه داسې مهال ده، چې په کابل او بلخ کې وروستيو خونړيو چاودنو سلګونه اهل تشيع وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.