Home » افغانستان » يوناما: د حجاب په اړه د طالبانو پرېکړه د دوی له ژمنو سره په ټکر کې ده

يوناما: د حجاب په اړه د طالبانو پرېکړه د دوی له ژمنو سره په ټکر کې ده

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی، چې په افغانستان کې يې پر ښځو د حجاب اغوستل جبري کړل او د سرغړونې په صورت کې يې د کورنيو مسوولانو ته د سزا د ورکړې اخطار ورکړی.

په کابل کې د دې سازمان سياسي استازولۍ په يوه اعلاميه کې چې پرون شنبه د (غويي په ۱۷مه) يې خپره کړې ويلي، د طالبانو دا پرېکړه له هغو ژمنو او تضمينونو سره په ښکاره ټکر کې ده، چې د يادې ډلې استازو نړيوالې ټولنې ته لسيزې وړاندې د مذاکراتو پرمهال ورکړي وو.

د يوناما په اعلاميه کې زياته شوې، چې شپږ اوونۍ وړاندې د منځنۍ او لېسې دورې د نجونو پر زده‌کړو بنديز په افغانستان کې دننه، په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه له غبرګونو سره مخ شو او د طالبانو دغه تازه پرېکړه هم په نړيواله کچه غبرګونونه له ځانه سره لري.

د اعلاميې له مخې، نړيواله ټولنه د طالبانو له لوري له نړۍ سره د ښو او مثبتو اړيکو په تړاو شنه څراغ ته لېواله ده او د يوناما په باور، اوسنۍ پرېکړه کولی شي چې د دې ډلې او نړيوالو ترمنځ اړيکې نور هم ترينګلې کړي.

يوناما د يادې پرېکړې په تړاو د طالبانو له لوري د وضاحت ترلاسه کولو په موخه د طالبانو له مشرانو سره د يوې ناستې د ترتيبولو خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې د وروستۍ پرېکړې د اغېز په تړاو به د نړيوالې ټولنې له استازو سره هم سلا مشورې وکړي.

خبريال: احسان‌الله احسان

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...