Home » افغانستان » ويسټ او کرزي د افغانستان راتلونکي لپاره د ملي مشورتي پروسې پر اړتيا غږېدلي

ويسټ او کرزي د افغانستان راتلونکي لپاره د ملي مشورتي پروسې پر اړتيا غږېدلي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې پر يو لړ اړينو مسايلو خبرې کړي دي.

نوموړي تازه نن دوشنبه د (وري په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې ويلي، له حامد کرزي سره د نظر تبادلې پرمهال ټينګار شوی چې افغان ولس ښوونځيو ته د نجونو پر ستنېدو موافق دی او غواړي ژر د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.

ويسټ ويلي چې د نجونو ښوونځيو د موضوع ترڅنګ يې له کرزي سره د افغانستان د راتلونکي ټاکلو په موخه، د ملي مشورتي پروسې پر اړتيا هم خبرې کړي دي.

نوموړي د ملي مشورتي پروسې په تړاو جزيات نه دي ورکړي؛ خو پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې وړاندې په مکرره توګه د ستونزو د حل او د يوه ټول‌ګدونه دولت د رامنځته کولو لپاره د لويې جرګې پر دايېرولو ټينګار کړی.

اسلامي امارت که څه هم د ورته يوې جرګې د رابللو خبره کړې وه؛ خو تر اوسه د يادې جرګې د دايېرېدو په اړه لازم اقدامات نه دي شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...