ولسمشر غني وایي، تلپاتې او باعزته سولې ته رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او قوي ارادې سره مخ ته ځي.
نوموړي نن شنبه د سپتمبر ۱۲(وږي ۲۲) په ګلخانې ماڼۍ کې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې ته خبرو کې پر لومړي مرستیال امرالله صالح برید غندلی او اړوندو مسوولینو ته یې د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې سپارښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، هېواد کې د سولې هڅو سره سره د طالبانو له لوري تاوتریخوالی ډېر شوی دی. هغه امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو بریدونو د دفع کولو لپاره پر مشخصو طرحو کار وکړي.
ولسمشر غني، د دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله وبلله او وې ویل، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې اراده داسې مخته یوسي چې د جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې، باعزته او داسې سولې لامل شي چې د هر افغان غوښتنې او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.